بلخ @ps

په فاریاب کې د ملي اردو کاروان د طالبانو له کمین سره مخ شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې نن سهار د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د ملي اردو یو کاروان د طالبانو له کمین سره مخ شوی دی.

سرچینې دا هم ویلي، چې د لومړنیو څرګندونو له مخې په دې پېښه کې د دوه طالب قومندانانو ملا شاولي او ملا قیوم (صداقت) په ګډون ۵۴ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان امان الله مبین وايي، په پام کې ده، چې غورماچ ولسوالی بیرته بادغیس ولایت ته وسپارل شي.

هغه زیاتوي، دا ځواکونه له غورماچ ولسوالې وتلي او قیصار ولسوالی ته رسیدلي دي.

شاهین قول اردو دا هم ویلي، چې په دې جګړه کې د ملي او امنیتي ځواکونو درې سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ یاد کاروان لومړی د یوه ماین چاودنې سره مخ شو، چې په کې یو شمېر موتر ویجاړ شول. وروسته د طالبانو یو لس کسیز ګروپ، چې غوښتل یې د امنیتي ځواکونو یو هاموی او یو ډي سي توپ له سیمې څخه کلي ته وردننه کړي؛ تر هوایي برید لاندې راغلل او ټول وژل شوي دي.  

د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ویلي، چې د ملي اردو ۳۰۰ کسیز کندک نن سهار د فاریاب ولایت غورماچ ولسولي پریښوده؛ خو تر دې دمه د دغې ولسوالۍ د پریښودو علت څرګند شوی ندي.

د فاریاب ولایتي شورا رییس په ډاګه کړې؛ دغه ملي امنیتي ځواکونه د قیصار ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شول، چې په کې دواړو خواوو ته درانده تلفات اوښتي دي.

هغه دغه راز ویلي، چې د امنیتي ځواکونو کاروان د ګواښ له سیمې تېر شوی او قیصار ته رسیدلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه کمین د پخلی تر څنګ څرګنده کړې، چې په نښته کې لسګونه سرتېري وژل شوي، یو شمېر وسایط او مهمات یې هم ترلاسه شوي دي.

نوموړي د خپلو تلفاتو په اړه په خپل تویت کې څه نه دي ویلي.

د ملي اردو ځواکونه په داسې وخت کې له غورماچ ولسوالۍ وځي، چې څه موده مخکې په دې ولسوالې کې د افغان سرتېرو چینایي نومی کمپ وسلوالو طالبانو نیولی دی.

Trending

Exit mobile version