تازه خبرونه

په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ګډه ناسته تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سوداګرۍ خوني مسوولین وايي؛ په افغانستان کې د برښنا او کانونو د استخراج ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه شته، چې قزا قي پانګوال کولی شي په کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ خوني مسوولینو د قزاقستان سوداګرو ترمنځ د ګډې ناستې پر مهال دا هم ویلي، چې دواړه لوري به د اقتصادي همکارۍ او ګډې پانګونې هڅې تر سره کړي.

د سوداګرۍ خوني مسوولین وايي؛ افغانستان هر کال له قزاقستان څخه  ۸۶۶ میلیون دالرو پر ارزښت واردات لري، چې په دې کي غذايي، ودانیز او نفتي توکي  راځي او د  ۱۳ میلیون دالرو پر ارزښت دغه هېواد ته وچه او تازه میوه صادریږي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي؛ مونږ غواړو، چې له قزاقستان سره خپله سوداګري نوره هم پراخه کړو، ځکه دواړه هېوادونه ښه فرصتونه لري او له خصوصي سکتور سره همکاري کوي.

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست انجنیر ګل محمد خلمي وايي، چې افغانستان د برښنا د تولید په برخه کې بشپړ ظرفیت لري؛ قزاقستاني پانګوال کولی شي په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست ګل محمد خلمي زیاته کړې، چې مونږ حاضر یو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د برښنا د تولید په بېلابېلو پروژو کې ونډه ورکړو.

په کابل کې د قزاقستان سفیر ویلي، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ اړیکې د اختیار په حال کې دي او هغه دا حالت دواړو هېوادونو ته مهم بولي.

په کابل کې د قزاقستان سفیر حلیم خان یسین گیلدیوف څرګنده کړې؛ د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا کولی شي، چي د دواړو هېوادو نو ترمنځ  د اقتصاد او سیاسي اړیکو د پراختیا لامل شي. ان خبر یم، چې د افغانستان په شمال کي به یو قزاق پانګوال یوه سوداګریزه فابریکه هم جوړه کړي.

هغه دا زیاته کړې، چې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره يې هېواد افغان پانګوالوته سهولیتو نه په نظرکې نیولي او هیله يې ښودلې، چي افغان لوری به هم د خصوصۍ سکتور د پراختیا لپاره سهولیتونه زیات کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version