تازه خبرونه

په کابل کې د سوداګرو میرمنو دوه یمه اقتصادي ناسته تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد په پلازمېنه کابل کې د سې شنبې پر ورځ( د زمري ۹) د سوداګرو ښځو دوه یمه سوداګریزه غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د سوداګرو میرمنو په وړاندې د شته خنډونو لیرې کول دي.

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې اوس هم د صنعتي پارکونو او بازارونو نشتون او مالي ستونزې د میرمنو په وړاندې د پرمختګ ستر خنډونه دي.

د امریکایې پوهنتون د میرمنو د مرکز رییسه ثمیه انصاري وایي، چې زمونږ موخه د سوداګرو ښځو د وړتیاوو لوړول او د دوی په وړاندې د شته خنډونو لیرې کول دي.  

د میرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له حکومته وغوښتل، چې د میرمنو د سوداګرۍ د غوړیدا لپاره صنعتي پارکونه جوړکړې.

د میرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس منیژه وافق وایي: د بېخبناوو( صنعتي پارکونو او برښنا) د نشتون له کبله مو پر تولیداتو ډېر لګښتونه کیږي، چې همدا ستونزه د سوداګرو میرمنو د پرمختګ په وړاندې ستره ننګونه ده.    

د مالي ستونزو په اړه  توپیکۍ نومې سوداګره وایي؛ مونږ نه یوازې دا، چې مالي ستونزې لرو، بلکې بازار هم نلرو. سره له دې، چې پلورل شوي مالونه مو خلکو ستایلي او غوښتونکي هم لرو.

د مالیې وزارت سرپرست د میرمنو د ظرفیت لوړول او په اقتصادي برخه کې د دغه قشر ونډه د حکومت له لومړیتوبونو بولي.

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي زیاتوي؛ مونږ هڅه کوو او په دې اړه مو کار هم کړی، چې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د ښڅو ونډه ډېره کړو.   

اوسمهال د ۶۷ میلیون دالرو پر ارزښت د سوداګرو ښځو لخوا څه دپاسه ۸۵۰ شرکتونه جوړ شوي، چې د ۴۰ زره کسانو لپاره یې  کارې زمینه برابره کړې ده.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version