تازه خبرونه
په کابل کې درې کسه بهرنیان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کابل پولیسوویاند ویلي، چې نن سهار( پنجشنبه د زمري ۱۱) د کابل ښار د ۹ امنیتي حوزې د دیسپیچري له اړوند سیمې د تښتول شویو بهرنیانو مړي د دغه ولایت په موسهي ولسوالۍ کې موندل شوي.
د کابل پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وايي، چې تښتول شوي او بیا د ناڅرګندو ویلوالو لخوا وژل شوي بهرنیان د هند، مالیزیا او مقدونیې اوسیدونکي دي.
دا ، چې دغو بهرنیانو په کوم بنسټ کې کار کاوه؛ تر دې دمه څه نه دي ویل شوي؛ خو ویل کیږي، چې په یو تدارکاتي شرکت یې کار کاوه.
تر دې دمه هیچا د دوی د تښتولو او یا وژلو پړه پر غاړه نده اخیستې.