تازه خبرونه

له پارلماني نوملړه د ۲۵ نوماندانو د ایستلو پرېکړه وروستۍ نده- کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون، وایي چې له نامسووله وسلوالو سره د اړیکو په تور د نوماندانو له نوملړه د ۲۵ نوماندانو د ایستلو پرېکړه وروستۍ نده؛ ښايي ځينې حذف شوي کسان په وروستي نوملړ کې شامل شي.

هغه کمیسیون، چې له نامسوولو وسلوالو سره د نوماندانو د اړیکو څېړنه یې کوله پېنځه ویشت کسان یې د نوماندانو له نوملړ څخه ایستلي؛ خو له نوملړ څخه د حذف شويو کسانو یو شمېر په کابل کې غبرګون وښود او دا پرېکړه یې وننګوله.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي له پارلماني نوملړه د دغو کسانو لیرې کول سیاسي نوموي او وایي؛ په هغه کمیسیون کې، چې په دې اړه پرېکړه شوې حکومتي تړاو او لاسوهنه ښيي.   

د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد هم پرېکړه سیاسي بولي او وایي؛ حکومت غواړي مجاهدین له سیاسته لیرې وساتي او پارلمان ته داسې کسان وروپېژني، چې نیم غربي او نیم افغان وي او بیا، چې هر څه ترې غواړي هغه به کوي.    

د ولسي جرګې غړی شېر محمد وایي، دا پرېکړه سمه نده؛ مونږ یې نه منو.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، چې له نا مسوولو وسلوالو کسانو سره د نوماندانو د اړیکو د پلټونکي کمیسیون پرېکړه وروستۍ نده او ښايي ځينې کسان په نوملړ کې شامل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون منشي علي رضا روحاني وایي؛ یوازې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د افرادو د پاتې کیدو او لیرې کولو صلاحیت لري. هغه پرېکړه، چې ځانګړي کمیسیون اعلان کړې وروستۍ نده او تر هغې ، چې مونږ پرېکړه ونکړو څوک له نوملړه لیرې کیدی نشي او نه په کې راتلی شي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یوازې تخینکي مسایل څېړلی شي او له نامسوولو وسلوالو کسانو سره د نوماندانو د اړیکو موضوع د ځانګړې کمیسیون دنده ده، چې تر سره کړې یې ده.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ غړی شمس راسخ وایي؛ ځانګړی کمیسیون د حقوقي او جرمي مسایلو څېړنه کوي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یوازې تخینکي مسایل څېړلی شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون څخه غواړي، چې هر څومره ژر د نوماندانو وروستی نوملړ دوی ته وروسپاري.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version