تازه خبرونه

په وردګو کی چارواکي د وسلوالو طالبانو د یوه قومندان له وژلو خبر ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د میدان وردګو والي دفتر وايي، په چک او دایمیرداد ولسوالیو کي د وسلوالو طالبانو د ځانمرګو پروګرامونو مشر ملا حبیب الله، چې په ذاکر مشهور و؛ تېر ماښام د دغه ولایت د چک ولسوالۍ د ګوډه په سیمه کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کی وژل شوی دی.

سرچینه وايي، ملا ذاکر له څو کلونو را په دیخوا د دولت ضد فعالیتونه درلودل، چې له وژل کیدو سره به یې د طالبانو فعالتونه په اړوند سیمه کې کمزوري شي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version