تازه خبرونه

په کابل کې نړیوال بانک د تېرو شپږ میاشتو اقتصادي راپور خپور کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د نړیوال بانک مسوولین وايي؛ د اقتصادي حالت د ساتنې لپاره باید افغان حکومت او نړیواله ټولنه ګډې هڅې وکړي، چې روان اقتصادي حالت پخپل حال پاتي شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک راپور د افغانستان روان اقتصادي حالت تر یوه بریده د قناعت وړ ښودلی؛ خو په وړاندې یې د  شته ننګونو په اړه هم اندېښنه څرکنده شوې ده.

دوی وايي، فقر، بېکاري، وچکالي، ناامني له یوې خوا او له بلې خوا که راتلونکې ټاکنې جنجنالي شي؛ نو ښايي د افغانستان پر اقتصادي حالت هم بدې اغېزې وکړي.

په کابل کې د نړیوال بانک استازی شوبهم چوهدري وایي، چې اوس له نیمايي ډېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي؛ نو مونږ نشو کولی، چې په اقتصادي او پرمختیايي ډګر کې د موجوده لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو شاهدان واوسو.

د یاد بانک د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې که څه هم په افغانستان کې د صادراتو لړۍ او عواید لوړ شوي؛ خو تر څنګ يي واردات هم  ډېر دي او د خصوصي سکتور لخوا پانګونه لږ شوې، چي حکومت باید دې برخي ته بشپړ پام راواړوي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشاور تابیس اختر څرګندوي، چې حکومت باید د خصوصي سکتور چارې او کارونه نور هم پراخه او په دې اړه یې اصلاحات باید پانګوال پانګونې ته وهڅوي.

نوموړی زیاتوي، چې په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان اقتصاد ډېر زیانمن شوی؛ خو د شته ننګونو لپاره باید حکومت او نړیوال همکاران ګډ تدابیر ونیسي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ اوس هم  په افغانستان کې د  کرنې او مالدارۍ تر څنګ د بانکدارۍ د نظام په وړاندې ستونزې شته او له حکومت څخه غوښتنه کیږي، چې د حل لپاره يي هڅي نورې هم ګړندۍ او اوسنی اقتصادي حالت له خرابیدو وژغورل شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version