تازه خبرونه

په کابل کې د ټاکنو کمیسیون په وړاندې د اعتراض کوونکیو خیمې ته نږدې چاودنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل پولیسو ویلي، چې نن له غرمې وروسته ۱:۱۵ یو ځانمرګي برید کوونکي غوښتل، چې ټاکنو کمیسیون ته نږدې د اعتراض کوونکیو خیمې ته ننوځي؛ خو د پولیسو له پېژندلو سره سم یې ځان ته چاودنه ورکړې، چې په کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو هم منلې، چې دغه کمیسیون ته نږدې چاودنه شوې ده.

له دې مخکې د کابل پولیسو ویلي وه، چې دغه چاودنه د یوه چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې، چې د اړوند سیمې په یوه رنجر موتر کې ځای پر ځای شوی و.

هغه مهال هم په دې پېښه کې د یو پولیس له وژل کیدو او د یو له ټپي کیدو خبر ورکړ شوی و.

د دغې پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه ندی اخیستی.

دغه چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې نن سهار( د زمري ۲۲) د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړه د یو حذف شوي نوماند پلویانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته خیمه ودروله او د یاد کمیسیون د کارکوونکیو په وړاندې یې د دغه کمیسیون دروازه وتړله.

د یادونې وړ ده، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د شنبې پر ورځ( د زمري ۲۰) د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړه ضیاالحق امرخېل او مولوي تره خېل په ګډون د ۳۵ نوماندانو نومونه حذف کړل، چې له همغې ورځې راپدیخوا یو شمېر حذف شويو کسانو د دغه کمیسیون پر ضد په مرکزاو ولایتونو کې اعتراضونه پیل کړي دي.  

Trending

Exit mobile version