تازه خبرونه

په کابل کې وسلوال برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل د پېنځمې امنیتي حوزې د قمبر څلورلاري د اړوند سیمې د ملي امنیت پر ښوونیز مرکز وسلوال ‌ډله ییز برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.

کابل پولیس وایي؛ نن له غرمې مخکې لس بجې درې بریدګرو، چې درندې او سپکې وسلې یې لرلې  اړوند مرکز ته نږدې له یوې ودانۍ  برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي، چې دغه برید څو ساعتونه روان و؛ خو له غرمې وروسته دغه برید د درې بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیده.

د نوموړي په وینا؛  په دې پېښه کې له بریدګرو پرته بل چاته زیان نه دی رسیدلی.

تر دې دمه چا د دغې پېښْې پړه پر غاړه نده اخیستې؛ خو تېر مازیګر وسلوالو داعشیانو د ۱۸ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې پر یو ملکي ښوونیز مرکز برید کړی و، چې په کې لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.   

Trending

Exit mobile version