تازه خبرونه

په فراه کې د ملي اردو چورلکه راغورزیدلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه ولایتي شورا غړي وایي؛ د پوځي عملیاتو په بهیر کې د ملي اردو یوه چورلکه راغورزیدلي، چې د دوه پلوتانو په ګډون په کې  ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فراه ولایتي شورا غړی داد الله قانع زیاتوي، چې د ملي اردو دغه چورلکه تېرمازیګر په  خاکسفید ولسوالۍ کې د طالبانو د مرکزونو د بمبارد پر مهال راغورزیدلې ده.

هغه دا هم ویلي، چې پېښه د تخنیکي ستونزې پر لامل رامنځته شوې ده.

د یو بل ګزارش له مخې؛ د فراه ولایت د ګله میخ په اړوند سیمه کې د یوې پوستې ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې، چې نه غواړي نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته ویلي؛ وسلوالو طالبانو له څو خواوو پر پوستې بریدونه وکړل، چې په کې د پوستې ټول سرتېري ووژل شول.   

د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې نښته کې ۵ طالبان هم وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې پېښه کې د ډګروال توریالي خان په ګډون ۵ تنه د هوایي قواوو سرتېري وژل شوي دي.

طالبانو ویلي، چې چورلکه د دوی جنګیالیو رانسکوره کړې؛ خو د حکومت پوځي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي. 

فراه ولایت د افغانستان په لویدیځ کې یو له نا امنه ولایتونو دی، چې په ډېرو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version