لوبی
په کابل کې له شل کلونو د کم عمره ځوانانو د فوتسال د غوراوي لوبې پیل شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
له شل کلونو د کم عمره ځوانانو د فوتسال پدغو لوبو کې له څلور زونونو څخه څلور لوبډلو ګډون کړی، چې د مسوولینو په وینا هدف یې ملي لوبډلې ته د فوتسال ۲۰ کلنو ځوانان لار موندل دي.
نن په لومړۍ لوبه کې د لویدیځ زون لوبډلې د شمال لوبډلې ته ۳ پر ۲ ماتې ورکړه او په بله لوبه کې بیا شمال لویدیځ لوبډلې د ختیځ لوبډلې ۵ پر ۳ ماتې ورکړه.
یادې لوبې په داسې حال کې تر سره کیږي، چې ټاکل شوې د راتلونکې اکتوبر پر ۱۱ نېټه د فوتسال شل کلنو ځوانانو ملي لوبډله په دوه دوستانه لوبو کې له ازبکستان سره لوبې ترسره کړي او له هغې وروسته به بیا د مرکزي آسیا هېوادونو په لوبو کې ګډون وکړي.