تازه خبرونه

په کابل کې ملي امنیت د ۲۶ داعشیانو له نیولو خبر کړو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه کړې، چې په کابل کې د داعش جنګیالیو ۲۶ غړي نیول شوي دي.

دغه سرچینه وایي، چې د داعش دا جنګیالي درې ورځې مخکې په بېلاپېلو عملیاتو کې نیول شوي.

دغه ریاست زیاته کړې، چې دغې ډلې د عبدالله نومي په مشرۍ غوښتل پر حسیني وېرکوونکيو بېلابېل بریدونه ترسره کړي.

سرچینې دا هم ویلي، چې په نیول شویو داعشیانو کې یو پولیس هم شته.

ملي امنیت په داسې حال کې د دغو کسانو له نیولو خبره کوي، چې په کابل او نورو سیمو کې د عاشورا مراسم روان دي او داعش هر کال هڅه کوي، چې پر دغو مذهبي مراسمو بریدونه ترسره کړي. داعش د روان سپتمبر پر شپږمه د کابل د لوېدیځ دشت برچي سیمې په یوه ورزشي کلب کې ځانمرګی برید کړی و، چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول او ۹۵ نور ټپیان شول.

Trending

Exit mobile version