تازه خبرونه

په کابل کې د مهاتما ګاندي۱۵۰ کلیزه ونمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د هند سفیر او ځینو دیپلوماتانو د هند د خپلواکۍ د پلار مهاتما ګاندي یو سل و پنځوسمه کلیزه ونمانځله.

په کابل کې د هند سفیر ویني کمار، ګاندي جي رښتینی، د سولې او پخلاینې غوښتونکی یاد کړ او ټینګار یې وکړ؛ کوم هېوادونه، چې غواړي سولې ته ورسیږي، باید د ګاندي سوله غوښتوونکې تګلار خپله کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ګاندي نه یوازې د هندي وګړیو لپاره مبارزه کړې، بلکې د ټولې نړۍ خلکو ته یې هم خپله مبارزه وړاندې کړه.

د هند سفیر ویني کمار وایي: ګاندي جي ښه ټولنیز مهارت درلود او بریالی شو، چې پر خپلې سوله غوښتوونکې پالیسۍ د هند خلک، چې له دیني، مذهبي او فرهنګي اړخه وېشلي دي، را ټول کړي.

د هغه په وینا؛ د ګاندي جي د سولې غوښتنې پالیسي د دې سبب شوه، چې هند د پخوانۍ بریتانیا له منګولو وژغورل شي.

سفیر ویني کمار د ګاندي جي د ځانګړنې په اړه وایي: هغه ټول بشر یو باله او د نړۍ ټول خلک یې لکه یوه کورنۍ ګڼله. هغه په یوازې سر د ټولو لپاره مبارزه کوله او په خبره یې: هر څوک باید خپل حق ته ورسیږي؛ خو نه د تاوتریخوالي له لارې.

د هند د خپلواکۍ او انقلاب مشر د ۱۹۴۸ کال د جنورۍ په میاشت کې د یوه هندي ناسیونالیست لخوا ووژل شو.

له تاوتریخوالي ډډه، رښتینی خدمت، رښتیا او صداقت د ګاندي سترې ځانګړتیاوې وې، چې پر بنسټ یې وکړای شول هند له نیواک او ښکېلاک وژغوري.

Trending

Exit mobile version