تازه خبرونه

په مشرانو جرګه کې پر راروانو ټاکنو بحث وشو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې یو شمېرغړي وایي، که د بایومتریک سیستم د کارولو په تړاو ټاکنو خپلواک کمیسیون  څرګند دریځ غوره نکړي او په دې برخه کې ابهامات پاتې شي؛ نو هیڅ ضمانت نشته، چې ټاکنې دې رڼې ووسي.

د مشرانو جرګې ځینې غړي له بایومتریک سیستم څخه  استفاده ګونګه بولي او وایي، چې اوس هم په  ټاکنو کې د درغلیو مخه نه ده نیول شوې او دا ټاکنیز بهیر کړکیچ ته بیایي.

د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق وایي: اوس هم په بایو متیریک سیستم کې ابهامات شته او د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې باید په اړه ډاډ څرګند کړي، چې د خلکور په باور کې لږوالی رانشي.   

د مشرانو جرګې غړی نادر بلوڅ وایي، چې د ټاکنو بایومتریک کولو خلکو ته اندېښنې رامنځته کړې دي. که کمیسیون د رڼو ټاکنو ډاډ څرګند نکړي؛ د ټاکنو پایلې به بحراني شي.                

د مشرانو جرګې رییس وایي، د ټاکنو کمیسیون اړ دی، چې د ټولو لپاره له درغلیو پاکې او منلې ټاکنې تر سره کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وایي، چې د تاکنو په بایومتریک کولو کې ستونزې شته؛ خو هر څوک رڼې ټاکنې غواړي. که په دې سیستم کې د درغلیو احتمال وي، بیا ترې عادي ټاکنې غوره دي. کمیسیون دې په دې اړه ښکاره څرګندونې وکړي.          

را روانې ټاکنې حکومت او ټاکنیزو کمیسیونونو ته لویه آزموینه ده، تمې دا دي، چې دغه ټاکنې له درغلیو پاکې وي، چې د خلکو باور بېرته اعاده شي.

خبریال رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version