تازه خبرونه

په کابل کې مقناطیسي ماین دوه کسان ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت منلې، چې نن سهار اووه نیمې بجې د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې مقناطیسي ماین دوه کسان ټپیان کړي دي.

یادې سرچینې زیاته کړې؛ د بګرامي ولسوالۍ د میرویس ښارګوټي په اړوند سیمه کې د لویې څارنوالۍ د محافطت قطعې پر یوه موتر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې، چې له کبله یې دوه کسان ټپیان شوي دي.

دغې سرچینې د ټپیانو د پېژندنې په اړه، چې ملکي وګړي دي او که پوځي سرتېري څه ندي ویلي.

تر دې دمه د یادې پېښې مسوولیت هم هیچا ندی منلی.

Trending

Exit mobile version