مهم خبرونه
په ګرجستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې روانې دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په ګرجستان کې نن یکشنبه د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوي، چې ۳ نیم ميلیون وګړي په کې د رای ورکولو پر شرایطو برابر ګڼل شوي دي.
د راپورونو له مخې؛ ګرجستان به ممکن د قفقاز لومړی هېواد وي، چې یوه ښځه د ولسمشرۍ چوکۍ ته ټاکي.
په ګرجستان کې د ولسمشرۍ لپاره ۲۵ کسان نوماندان دي، چې ۶۶ کلنه سلومي زورابیشویلي هم ترې برخمنه شوې ده.
سلومي زورابیشویلي په فرانسه کې زېږېدلې او لدې مخکې د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیره وه.
په ګرجستان کې حاکم ګوند(د ګرجستان خوب) د سلومي زورابیشویلي ملاتړ کړی؛ خو هغه د خپلواکو نوماندانو په لړ کې ده.
دا په ګرجستان کې له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې، چې پخواني شوروي سقوط کړی، د ولسمشرۍ اوومې ټاکنې دي.