تازه خبرونه

په کابل کې ځانمرګي ۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

چارواکي وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون عمومي دفتر ته نږدې یوه ځانمرګي بریدګر د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکوونکیو پر موتر هغه مهال برید وکړ، چې د امنیتي ځواکونو لخوا پېژندل شوی و.  

په سیمه کې شاهدانو په ډاګه کړې، چې بریدګر له پېژندلو وروسته هغه وخت پر ځان تړلي چاودیدونکي توکي وچول، چې د برید سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا کلابنده شوې وه او امبولانسونه هم سیمې ته راغلي وه؛ خو د برید پر وخت د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کار کوونکیو موتر تېریده، چې سپرلۍ یې ټپي شوې.

د امنیتي چارواکو په وینا: په دې برید کې یو پولیس وژل شوی؛ دوه پولیس، د ټاکنو یو ولسي وګړی او د ټاکنو خپلواک کمیسیون درې کارکونکي ټپیان شوي دي.

د پېښې عیني شاهد فرید نومي ویلي، چې ټپیان مې ډېر ولیدل؛ خو جسدونه نه ول.

معروف نومی عیني شاهد وایي، د چاودنې غږ ډېر دروند و، د خلکو د غوښو پارچې په سیمه کې پاتې شوې.

عبدالمالک نومی وایي: دا ظلم او ناروا ده؛ حکومت باید نیول شوي ځانمرګي اعدام کړي.

عالم جان د پېښې شاهد څرګنده کړې، چې: ځانمرګی وشو؛ د دوه کسانو لاس او پښې نه وې او نور ټپیان امبولانسونو ته ولیږدول شول.  

د نهمې امنیتي حوزې آمر بسم الله تابان ویلي، چې په پېښه کې ۶ کسان ټپیان شوي او یو پولیس له ټپونو ساه ورکړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي حفیظ الله هاشمي ویلي؛ دا برید ظالمانه و مونږ یې غندو؛ ځکه، چې پر ملکي وګړیو تر سره شوی. دا برید نه دین مني او نه یې د افغان غیرت مني.

که څه هم وسلوالو طالبانو خبرداری ورکړی و، چې د ټاکنو مخه به نیسي او پر کارکوونکیو به یې بریدونه کوي؛ خو د دغه رامنځته شوي برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

په سیمه کې د برید له کبله رامنځته شوی ویجاړۍ لیدل کیږي، چې په کې ولسي وګړیو ته ډېر زیان اوښتی دی.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version