تازه خبرونه
په چابهار بندر کې به د افغانستان تر رپي لاندې د کښتیو هڅې پیل شي
د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي، چې په چابهار بندر کې به د افغانستان تر رپي(بیرق) او مدیریت لاندي د کښتیو هڅې پیل شي.
د ترانسپورت وزارت وايي، د افغانستان د کښتیو له کار سره به افغان سوداګر د نړۍ له هرې برخي څخه خپل مالونه د افغان کښتیو په وسیله رالیږدوي او دا به مو د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره یو بل ګټور ګام وي.
د ترانسپورت وزارت مرستیال وايي، چې په چابهار بندر کې د افغان کښتیو او د افغانانو تر مدیریت لاندې هڅې به مو له نړۍ سره سوداګريز لیږد رالیږد آسانه او هم پراخه کړي.
د ترانسپورت وزارت مرستیال ښاغلي وري ماچ وايي؛ هیله لرو، چي خصوصي سکتور په دې برخه کې پانګونه تر سره او لويې کښتۍ وپېري.
د نوموړي په وینا؛ هڅه کیږي، چې د ایران په ګډون له ترکیې، ازبکستان او تاجکستان سره هم د افغانستان تر مدیریت لاندې د کښتیو د هڅو لړۍ پیل شي.
د چارو پوهان وايي، د افغانستان تر رپي لاندې د کښتیو هڅې به مو د هېواد پر سوداګرۍ او نړیوال باور مثبت اغېز ولري.
د سوداګرۍ خوني د بهرنیو اړیکو مسوول او د چارو شنونکی آذرخش حافظي د ترانسپورت وزارت له دغه اقدام هرکلی کوي او وایي، چي که دا چاره په منظمه توګه د خصوصي سکتور لپاره تنظیم شي؛ نو خصوصي سکتور به هم په دې برخه کې پانګونه تر سره کړي.
ښاغلی آذرخش حافظي زیاتوي، افغانانو اوس هم د کښتیو په برخه کې پانګونه کړې د افغانانو کښتۍ د مديترانې په اوبو کې د ترکیې او اروپا او ترکیې او روسیې ترمنځ هڅې لري. که د افغانستان تر رپي لاندې دا کار راټول شي، مونږ يې هر کلی کوو. په دې هیله، چې بهیر ډاډمن تر سره وي.
خبریال: اسلم حجاب