تازه خبرونه
په کابل کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر ټول غړي ګوښه شوي او رایې بیا شمېرل کیږي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې په کابل کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر د رييس په ګډون ټول کارکوونکي له دندو ګوښه شول.
د ولسي جرګې ټاکنې له ګڼو تخنیکي او لوژیستیکي ستونزو سره مخ شوې، چې یوازې تر ولایتونو محدودې نه وې، بلکې په کابل کې هم ټاکنې ترې بې برخې پاتې نشوې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، چې د دغه دفتر ريیس او کارکوونکي په ټاکنو کې د بې تفاوتۍ له کبله ګوښه شوي؛ خو تر اوسه عدلي ارګانونو ته ورپېژندل شوي ندي.
د نوموړي په وینا؛ په کابل کې به ټولې رایې بیا وشمېرل شي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه غوښتنه کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټول هغه کارکوونکي او ريیسان چې په دندو کې یې بې پروايي کړې؛ باید عدلي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ غړی حبیب الله شینواری وایي: له قانون سره سم باید ټول هغه کار کوونکي عدلي ارګانونو ته معرفي شي، چې په ټاکنو کې یې بې پروايي کړې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې د اته ولایتونو له بایو متریک دستګاوو پېنځه سوه زره معلومات، په معلوماتي بانک کې زیرمه شوي او د اووه ویشت ولایتونو مواد مرکز ته را رسیدلي دي.