تازه خبرونه
له وخته مخکې پر ټاکنیزو هڅو باید سترګې پټې نشي- یوسف رشید
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په ناقانانونه توګه مخکې له مخکې کمپاینونه پیل شوي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرې سترګې پټې کړې دي.
ولسمشریزو ټاکنو ته اوس پېنځه میاشتي پاتې دي؛ خو د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې دغو ټاکنو ته سر له اوسه ناقانونه کمپاینونه روان دي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ريیس یوسف رشید وايي، که حالات کابو نشي، د ولسمشریزو ټاکنو سلامتیا به هم تر پوښتنې لاندې راشي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق پرست وايي؛ تر هغې، چې نوماندانو په رسمي توګه نوملیکنه نه وي کړې؛ د هغوی چارې کمپاین نه حسابیږي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د شکایتونو د څېړنې او ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش د اعلان مهمې دندې په مخ کې لري، چې باید په پوره دقت یې مدیریت کړي.
خبریال: رفیع صدیقي