تازه خبرونه

په کابل کې د علیپور د نیولو اعتراض له تاوتریخوالي سره مل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل ښار د لویدیځې څنډې د ۱۳ حوزې د قلعه ی قاضي د اړوند سیمې خلکو ادعا کړې، چې د ملي امنیت ځواکونو علي پور نومی سیمه ییز قومندان، چې په قومندان شمشېر شهرت لري؛ نیولی دی.

عیني شاهدانو ویلي، چې په دشت برچي کې د قومندان عليپور(قومندان شمشېر) له نیولو وروسته یو شمېر کسانو له تاوتریخوالي څخه پر ډک اعتراض لاس پورې کړی او په سیمه کې یې د پولیسو ځینو پوستو ته اور اچولی دی.

دغه راز پولیسو په دهمزنګ کې لار ې تړلي او سیمه یې تر څارنې لاندې ده.

قومندان عليپور درې کاله مخکې په میدان وردګو کې د طالبانو پر ضد وسله راپورته کړه او بیا غور، دایکندې او بامیان ولایتونو ته ولاړ او په دې وروستیو کې یې د غزني جګړې ته هم سر ورښکاره کړی دی.

 نوموړی له څه وخت راپدیخوا د میدان وردګ ولایت د بهسود او جلریز په اړوند سیمو کې له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره د دغې لارې ساتنه کوله.

ویل کیږي، چې په بامیان ولایت کې هم د علیپور د نیولو په غبرګون کې لسګونه کسانو لاریون کړی. دوی هم د دغه سیمه ییز قومندان د خلاصون غوښتنه کوي.

د کابل په دهمزنګ سیمه کې هم د سیمه ییز قومندان علیپور( قومندان شمشېر) د نیولو په غبرګون کې پیل شوی اعتراض پر تاوتریخوالي واوښت.

د علیپور نیولو سیاسي غبرګونونه هم راوپارول.

د وحدت اسلامي ګوند مشر د نوموړي نیول یو نامسوولانه چلند ګڼلی او په کلکو ټکو کې یې غندلی دی.

د سولې عالی شورا رییس کریم خلیلي وایي، چې دغه نیونه ځنګله ته د اور اچول دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د خلکو له سر او مال ساتنه د پولیسو دنده ده او له  سرغړوونکیو سره بهقانوني چلند وشي.

تر دې دمه د اعتراض کوونکیو د تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي؛ خو د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې په دې تاوتریخوالي کې ۲۰ پولیس ټپیان شوي دي

د شپې ناوخته داسې یو ګزارش حپور شو، چې د عليپور د نیولو په اړه د اړوند خلکو استازیو د ولسمشر اشرف غني له دوه یم مرستیال سرور دانش سره د نوموړي د خلاصون په اړه ولیدل. په دې لیدنه کې سروردانش زغم ته د رابللو ترڅنګ څرګنده کړه، چې د پېښې د بنسټیز حل په اړه خبرې روانې دي او هیله من یم، چې دغه ستونزه ژر حل شي.

Trending

Exit mobile version