تازه خبرونه

په کابل کې پر یوه بهرني شرکت د برید په پایله کې ۳۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکو ویلي؛ په کابل کې پر یوه بهرني شرکت برید له لس ساعتونو وروسته پای ته رسیدلی، چې په کې لس کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.

دغه برید تېر ماښام( د لیندۍ ۷) شپږ نیمې د کابل ښار د نهمې حوزې د کابل– جلال آباد د لویې لار په اړوند سیمه کې د یوه موتربم پر چاودنه پیل شو او بیا څلور بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شول.

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې ده؛ د برید موخه انجمن کمپ و، چې د برتانیاوي G4S شرکت اړوند دی. دغه شرکت د امنیتي ځواکونو د روزنې مسوولیت لري

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، په دې برید کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او ۲۹ نور بهرني او ملکي وګړي ټپیان دي.

طالبانو د دغه خونړي برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې په دې برید کې لسګونه بهرنیو او کورنیو ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني تېره ورځ په ژنیو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د سلام رحیمي په مشرې یوه دولس کسیزه ډله معرفي کړه او دغه راز یې له بېلابېلو بهیرونو څخه لاندې ۹ کمیتې د سولې د مشورتي بورد په نوم هم رامنځته کړې.

طالبانو د دولت  دغه مذاکراتي تيم رد کړ او ويلي يې دي، چې له امريکا سره مخامخ خبري کول غواړي نه له بې واکه خلکو سره.

Trending

Exit mobile version