تازه خبرونه

په کابل کې له یوه ځایي زورواکي سره په نښته کې یو پولیس وژل شوی او ۵ نور او یو خبریال ټپیان شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت ویلي؛ نن له غرمې وروسته څه نا څه درې بجې عسکرو د محکمې په امر د سيمې  یوه زورواکي ته په ډاګه کړه، چې غصب شوی کور دې تش کړي؛ خو زورواکي انکار کړی، چې له امله يې د ځايي زورواکي د وسلوالو او عسکرو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

امنیتي ځواکونو آریانا نیوز ته ویلي، چې اړوند کورونه پولیسو کلابند کړي او د تمیم وردګ وسلوال له کوره ډزې کیږي.

د پاسبان خبري سرچینې رییس شېرشاه نوابي هم په دې ډزو کې ټپي شوی او له آریانا نیوز سره یې په اړیکه کې ویلي، چې پر پولیسو  د زورواکو په ډزو کې له سیمې تېریدم، چې ټپي شوم او تر دې دمه له سیمې وتلی نشم؛ ځکه، چې اوس هم نښته روانه ده.  

پېښه د حاجي یعقوب د څلورلاري په اړوند سیمه کې رامنځته شوې او اړوند سیمه هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

عیني شاهدانو ويلي؛ د ډزو له کبله په خپلو دوکانونو کې بند پاتې دي او نه پوهیږي، چې نور به څه پېښیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي؛ تمیم نومي زورواکي ته د غصب شوي یو کور د تشولو آمر وشو؛ خو د هغه وسلوالو ټینګار څرګند کړ او نښته پیل شوه. سیمې ته امنیتي ځواکونه رارسیدلي دي. تر دې دمه په نښته کې ۶ پولیس او یو خبریال شېرشاه نوابي نومي ټپي شوي دي.

نوموړي په پېښه کې له ځاني تلفاتو څه نه وایي.  

Trending

Exit mobile version