تازه خبرونه

په فراه کې د یوې پوستې د سقوط پرمهال ۹ سرتېري وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه ولایتي شورا په ډاګه کړې، چې په دغه ولایت کې د یوې پوستې د سقوط پرمهال د ملي اردو ۹ سرتېري وژل شوي دي.

د فراه ولایتي شورا رییس خیر محمد نورزایي زیاته کړې، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ د آب خرما په اړوند سیمه کې د ملي اردو پر پوسته برید کړی؛ ۹ سرتېري یې وژلي او اړوند پوسته یې هم نیولې ده.

د فراه ولایت امنیتي سرچینو او طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

په یوه تازه پېښه کې وسلوالو طالبانو داسې انځورونه خپاره کړي، چې په فراه رود ولسوالۍ کې یې د ملي اردو پر امنیتي مرکز برید کړی؛ یو شمېر سرتېري یې وژلي او لسګونه نور یې ژوندي نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ناتو ځواکونه هم په دغه ولایت کې ځای پر ځای شوي؛ خو وسلوالو طالبانو له څه وخت راپدیخوا پر امنیتي ځواکونو خپل چټک بریدونه ډېر کړي دي.

Trending

Exit mobile version