بلخ @ps
په فاریاب ولایت کې د یو طالب قاضي په ګډون ۷ طالبان وژل شوي
د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د طالبانو پر یو پتنځی بمبارد کړی او د یو قاضي په ګډون یې ۷ طالبان وژلي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو څرګنده کړې؛ د امنیتي ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې، چې د دغه ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د فیروزه پر اړوند سیمه تر سره شوي طالب قاضي عبدالرسول فیروزه یي او د هغه ۶ نور ملګري یې وژلي دي.
د یادې قول اردو د ټینګار له مخې؛ په دې هوایي برید کې درې نور طالبان هم مرګوني ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا؛ دغه پټنځی هغه مهال تر برید لاندې راغلی، چې دغو کسانو د قاضي عبدالرسول تر مشرۍ لاندې د امنیتي ځواکونو پر تېریدونکي اکمالاتي کاروان د برید لپاره چمتوالی درلود.
همدارنګه د امنیتي ځواکونو د هوایي بریدونو په بهیر کې د یو بل طالب پټنځي وسلې او موتر هم له منځه وړل شوي دي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې یو ناامنه ولایت دی، چې په ډېرو ولسوالیو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.