تازه خبرونه

په فراه ولایت کې اته وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت په فراه ولایت کې د اته وسلوالو طالبانو له وژلو خبر ورکړی.

 یاد وزارت د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۹) په ډاګه کړې، چې هوايي ځواکونو تېره شپه د دې ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په رنج کلي کې طالبان په نښه او بمبارد کړي دي.

د خبرپاڼې د څرکندونو له مخې؛ په دې هوایي برید کې درې وسلوال طالبان وژل شوي؛ موتر او وسلې یې له منځه وړل شوې دي.

دغه راز په یوه بله پېښه کې تېره ورځ د فراه ولایت د زیارت سیمې پر لویه لار د وسلوالو طالبانو په موتر کې د ماین چاودنې له کبله پېنځه وسلوال وژل شوي او موتر یې بشپړ ویجاړ شوی دی.  

دغه راز کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونو ته په اړوند سیمو کې د وسلوالو طالبانو د توغندي اووه مرمۍ، یو میل کلاشینکوف او څلور لاسي بمونه پاتې شوي دي.

تر دې دمه وسلوالو طالبانو د دغو پېښو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version