Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې زورواکي ۸۳ میلیون افغانۍ پوروړي دي- د برښنا شرکت

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

آریانا نیوز ته رسیدلي اسناد ښيي، چې په کابل کې شاوخوا څلوېښت زورواکي، اوسني او پخواني حکومتي چارواکي له څو کلونو راپدیخوا د برښنا شرکت ۸۳ میلیون افغانۍ پوروړي دي.

د برښنا شرکت په پوروړیو کې د ولسمشر له لومړي مرستیاله نیولې بیا تر نورو زورواکو، یو شمېر پخواني او اوسني حکومتي لوړ پوړي چارواکي شامل دي.

یاد اسناد ښیي، چې درې اتیا میلیون افغانۍ له زورواکو او چارواکو سره دي، چې له کلونو راپدیخوا یې برښنا شرکت ته ندي سپارلي.

مشترک عبدالرشید 50.104.479 افغانۍ پوروړی دی، چې ګته ترې د ولسمشر لومړي مرستیال     جنرال دوستم پورته کړې.

مشترک محمد ابراهیم 4.834.953 افغانۍ   پوروړی دی، چې ګته ترې د ولسمشر لومړي مرستیال     جنرال دوستم پورته کړې.

مشترک محمد شریف 1.204.000 افغانۍ پوروړی دی، چې ګته ترې د ولسمشر لومړي مرستیال     جنرال دوستم پورته کړې.

مشترک سیمع الله 39.882 افغانۍ پوروړی دی، چې ګته ترې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم پورته کړې.

56.183.836 افغانۍ د ولسمشر د لومړي مرستیال د کور او میلمستونونو پور دی.

مشترک کرتار سنگه  1.590.963 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د ولسمشر سلاکار حاجی الماس پورته کړې ده.

مشترک کرتار سنگه 3.993.363 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د ولسمشر سلاکار حاجی الماس پورته کړې ده.

5.584.326  افغانۍ د ولسمشر د سلاکار حاجي الماس پوری، نوموړي خپل پور په قسط کړی دی.

مشترک خالد 145.704 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله ساتونکي پورته کړې ده.

مشترک نوروز علی 1.028.534 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د کورنیو چارو وزارت ستر پاسوال   پورته کړې ده.

مشترک گل آقا  495.006 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې  د سرحداتو وزیر ګل آقا شېرزي  پورته کړې ده.

مشترک حامد 111.587 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله سلاکار پورته کړې ده.

مشترک میرولی 26.185 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د ملي دفاع وزارت یو لوړپوړي کارکوونکي پورته کړې ده.

1.807016 افغانۍ د ګل اغا شېرزي په ګډون د حکومتي چارواکو پور دی.

مشترک دین محمد 1.459.462 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې جنرال جرات پورته کړې ده.

مشترک جلندر سنگهـ 142.850 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې جنرال جرات پورته کړې ده.               

مشترک محمد نادري 195.137 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې د جنرال جرات یو کارکوونکي پورته کړې ده.

1.797.432 افغانۍ د جنرال جرات او کارمندانو پور دی.

مشترک د ښاروالۍ د ای بلاکونو د دهلیز 1.058.114 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه پورته کوونکی یې قاری سمیع زورګوی دی.

مشترک د ښاروالۍ ۷ بلاک 411.300 افغانۍ پور پرې پاتې دی، چې ګټه ترې قاري بمیع زورګوي پورته کړې ده.

مشترک د ښاروالۍ ۵ بلاک  119.145 افغانۍ پور یې پاتې دی، چې  ګټه ترې قاری سمیع زورګوي پورته کړې ده.

مشترک د ښاروالۍ ۲ بلاک  463.903 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې قاری سمیع زورګوي پورته کړې ده.

مشترک د ښاروالۍ لومړی بلاک 250.531 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې قاری سمیع پورته کړې ده.

د برېښنا شرکت د پورونو په نوملړ کې پر قاري سیمع زورګوي 2.302.993 افغانۍ پور دی، چې دوی یې زوراکی بولي.

مشترک ریال سنګهـ 1.5593685افغانۍ پوروړی دی، چې  ګټه ترې زمرت پلورونکي کرمشاه زور ګوی پورته کړې ده.

مشترک نور حبیب  1.008.784افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې جهادي قومندان پورته کړې ده.          

 

مشترک سید مقصود  455.045 افغانۍ پوروړی دی، چې ګټه ترې زور ګوی پورته کړې ده.

مشترک جان احمد 1.204.000 افغانۍ پوروړی دی او ګټه ترې قومندان جان احمد پورته کړې ده.     

مشترک د آریا ښارګوټی ۳۶ واحد ۳۱ بلاک 127.276 افغانۍ پور دی، چې ګټه ترې  شرین آقا پنجشیري زور ګوی پرته کړې ده.

مشترک اجمل  باقیداری     66.144 افغانی  استفاده کوونکي پسر جنرال نوروز.

3.690.986  افغانۍ په نورو زرواکو او څو جهادي قومندانانو پور دي

مشترک  محمد اعظم   باقیدرای  1.866.702 افغانی استفاده کوونکي مهمان خانه رووف ابراهیمی رییس مجلس نمانیدگان.

مشترک محمد انور    باقیدرای    615.463   افغانی             استفاده کوونکي عضو مجلس نمایندگان

مشترک محمد اکبر     باقیداری    1.274.152               استفاده کوونکي عضو مجلس نمانیدگان

مشترک محمد اکبر      باقیدرای       254.456افغانی       استفاده کوونکي عضو مجلس نمانیدگان

مشترک محمد عرفان     باقیداری        200.618 افغانی        استفاده کوونکي عضو مجلس نمایندگان

مشترک سهراب      باقیداری       26.405 افغانی        استفاده کوونکي خواصی عضو مجلس نمایندگان

مشترک عبدالله      باقیدرای      47.546 افغانی          استفاده کوونکي خواصی عضو مجلس نمایندگان

مشترک عبد الباعث    باقیداری    1.100.428 افغانی        استفاده کوونکي لالی حمید زی عضو مجلس نمایندگان

مشترک علی احمد     باقیداری     139.550 افغانی       استفاده کوونکي عضو مجلس نمایندگان

مشترک محمد حکیم     باقیداری     116.240 افغانی       استفاده کوونکي ایوبی عضو مجلس نمایندگان

3.159.395  د ولسي جرګې یو شمیر غړي پور وړي دي چې یو میلیون یوازې د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهیمي د میلیمستون له درکه دي.

مشترک منور سنگه      مبلغ باقیداری     966.669 افغانی      استفاده کوونکي برادر مارشال فهیم است

مشترک هری سنگه      باقیداری         212.405 افغانی        استفاده کوونکي برادر مارشال فهیم

مشترک محمد یعقوب    باقیداری       137.138 افغانی          استفاده کوونکي داماد مارشال فهیم

مشترک محمد زبیر     باقیداری      666.171 افغانی           استفاده کوونکي شوهر خواهر مارشال فهیم

مشترک محمد عثمان    باقیداری     341.762 افغانی           استفاده کوونکي پسر کاکای مارشال فهیم

2.324.145 افغانۍ د مارشال فهیم په ورور، زوی او اوښي باندې پور دي.  

مشترک کرتار سنگه       باقیداری  474.296 افغانی            استفاده کوونکي معین پیشین وزرات مواد مخدر

مشترک راجن سنگه    باقیداری     658.983 افغانی           استفاده کوونکي شهردار پیشین پنجشیر

مشترک  یاسین     باقیداری       89432 افغانی              استفاده کوونکي جنبش روشنایی

مشترک واحد 10 بلاک 4 شهرک آریا     222.735       استفاده کوونکي رییس دفتر حامد کرزی

مشترک  واحد 37 بلاک 15 شهرک آریا      87.870 افغانی      استفاده کوونکي سناتور زلمی زابلی

مشترک  عبدالرزاق     باقیداری    269.120 افغانی         استفاده کوونکي دفتر حزب آقای انوری

مشترک سید حسین       باقیداری     544.983 افغانی           استفاده کوونکي منزل سید حسین انوری 

مشترک محمد امان      باقیداری      134.704  افغانی       استفاده کوونکي منزل سید حسین انوری 

مشترک شیر علی         باقیداری       232.377 افغانی       استفاده کوونکي منزل سید حسین انوری 

له نشه يي توکو سره د مبارزې پخوانی مرستیال، د پنجشیر پخوانی ښاروال، د جنبش روشنايي دفتر، د حامد کرزي د دفتر ريیس ، سناتور زلمی زابلی او د سید حسین انوري په میلیمستون  2.708.500 افغاني پور پاتې دي.

  له دې سربیره یو شمیر دولتي اداري، حکومتي چارواکي او زورواکي هم شته چې تر اوسه یې د برېښنا پور نه دی پرې کړی.

یو شمیر زورواکو چې ژمنه یې کړې وه په څو پړاوونو کې به خپلې پیسې پرې کوي، ژمنې یې نه دي پرځای کړي.

 په کابل کې یو شمېر زورواکي د برښنا شرکت، دري اتیا میلیون افغانۍ پوروړي دي.

تازه خبرونه

د بشري حقونو څار بنسټ نوی راپور؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو زیاتېدا

په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»

Published

on

د بشري حقونو څار بنسټ په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې پاکستانیو چارواکو له افغانستان سره د نښتو له زیاتېدا وروسته د افغان کډوالو خپل‌سرې نیونې، چاپې او جبري ایستل ډېر کړي دي.

د یاد راپور له مخې؛ زرګونه افغان کډوال په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان روغتیايي خدمتونو، زده‌کړې او نورو بنسټیزو اړتیاوو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»

راپور زیاته کړې، چې د پاکستان پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې کور پر کور عملیات، شپنۍ تلاشي او له حکم پرته نیونې ترسره او افغان کډوال پر نښه کړي دي. ان داسې کسان هم نیول شوي، چې د باور وړ ویزې یې لرلې.

دې بنسټ زیاته کړې؛ یوازې په ۲۰۲۶ ز.کال کې له پاکستان څخه له ۱۴۶ زره ډېر افغان کډوال ایستل شوي او دا بهیر د اپرېل له پیل راپدېخوا نور هم چټک شوی دی.

په راپور کې له کډوالو څخه د رشوت اخیستو پېښوته هم نغوته شوې او ویل کیږي: هغه کسان، چې د پیسو ورکولو وس نه‌لري نیول کېږي او جبري ایستل کېږي.

د بشري حقونو د څار دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې ډېری بېرته ستنېدونکي؛ په ځانګړي توګه خبریالان، د بشري حقونو هڅاند او د پخواني حکومت اړوند کسان له څارنې، ځورونې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دې بنسټ ټینګار کړی؛ د کډوالو جبري ایستل ان له نړیوالو ژمنو څخه د پاکستان سرغړونه ګڼل کېدی شي او له دې هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دا لړۍ ودروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

سویډن له افغان چارواکو او اروپايي ټولنې سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه همغږي تائید کړه

د راپورونو له مخې: تمه ده، چې د اوړي له رارسېدو مخکې به د اسلامي امارت یو پلاوی بروکسل ته سفر ولري. دوی به د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د ایستلو پر حساسه موضوع، چې د سوېډن او اروپايي ټولنې پر بلنه ترسره کېږي؛ خبرې وکړي.

Published

on

سویډن منلې، چې له اروپايي ټولنې او افغان چارواکو سره یې د افغان‌کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر په آسانه کولو کې مرکزي رول ترسره کړی دی.

د راپورونو له مخې: تمه ده، چې د اوړي له رارسېدو مخکې به د اسلامي امارت یو پلاوی بروکسل ته سفر ولري. دوی به د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د ایستلو پر حساسه موضوع، چې د سوېډن او اروپايي ټولنې پر بلنه ترسره کېږي؛ خبرې وکړي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر، جوهان فورسل ویلي، چې هېواد به یې له اروپايي کمیسیون سره پر ګډه د کابل یو تخنیکي پلاوی بروکسل ته د تخنیکي خبرو د دوام لپاره وروبلي.

اروپايي چارواکو ویلي، چې په دې ناسته کې به د اروپايي کمیسیون، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو خدماتو (EEAS) استازي او د ځینو غړو هېوادونو لکه بلجیم او سویډن استازي ګډون وکړي.

دا هڅې په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې اسلامي امارت اوس هم پر نړیواله کچه رسمیت نه‌لري او د ښځو او نجونو د زده‌کړې او بشري حقونو په اړه له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.

دا خبرې اترې د روان کال په جنورۍ کې کابل ته د اروپايي ټولنې او بلجیم د ګډ پلاوي له سفر وروسته پلان شوې دي، چې هدف یې د تخنیکي مشورو دوام ګڼل کیږي.

اروپايي ټولنې له دې مخکې هم د خپلو ډیپلوماټیکو خدماتو په همغږۍ کې له افغان چارواکو سره غیررسمي اړیکې تائید کړې وې، چې تمرکز یې د کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر آسانه کول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په اسلامي امارت کې د نظر اختلاف شته، خو د ړنګېدا هیله یې باید ونه‌شي – حامد کرزی

هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.

Published

on

د جمهوري نظام پخواني ولسمشر حامد‌ کرزي له شپېګل مجلې سره  ه یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان خلک له څلورو لسیزو جګړو وروسته نور د نوې شخړې او د اسلامي امارت پر وړاندې د وسلوال مقاومت لېوالتیا نه‌لري.

هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.

حامد کرزي د اسلامي امارت دننه وضعیت ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې د نظر اختلاف شته؛ خو باید د ړنګېدا هیله یې ونه‌شي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان د پرمختګ لپاره اقتصادي ودې، سیاسي مشارکت او د ټولو لوریو همکارۍ ته اړتیا لري.

پخواني ولسمشر یو ځل بیا د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه «زیانمن» وبلل او څرګندوي، چې دا محدودیتونه د هېواد راتلونکی کمزوری کوي.

هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې پاکستان تورن کړ، چې له تېرو څلور لسیزو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ خو اوس د خپلو سیاستونو له پایلو سره مخ شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!