بلخ @ps
په فاریاب کې د المار طالب ولسوال او د سرې قطعې قومندان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ طالب ولسوال او په دې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان حبیب نومی وژلي دي.
د دغې سرچینې د خبرپاڼې له مخې؛ د افغان ځواکونو په دوه بېلابېلو عملیاتو کې المار ولسوالۍ ته نومول شوی طالب ولسوال ملا سرور او د طالبانو د سرې قطعې د قومندان حبیب او دوه نورو قومندانانو په ګډون ۳۷ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي څرګنده کړې، چې په دې عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو یو شمېر مرکزونه او پټنځي هم ویجاړ شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.