تازه خبرونه

په کابل ښار کې د پوهنتون یو استاد داعشیانو ته د جلب و جذب په تور نیول شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ښار د ۵ ناحیې په اړوند سیمه کې د داعش جنګیالیو د جلب و جذب مسوول نیولی دی.

د اړوند ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د سیخ محمدیانو د لوی جومات خطیب او د پوهنتون استاد ابو عبیدالله متوکل د داعش ډلې په دستور د ځوانانو د جلب و جذب دنده لرله.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې  نوموړي تر دې دمه د زدکړو لرونکي سلګونه جوانان په پټه توګه دغې ډلې ته روزلي او ننګرهار ولایت ته استولي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د نوموړي ۱۶ شاګردان، چې د داعش غړي دي نیولي او ټولو اعتراف کړی، چې شیخ ابو عبید الله داعش ډلې ته هڅولي او جذب کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ابو عبیدالله دوه یم زوی احمد الله نومی د ۱۳۹۷ ل. کال د غویی له میاشتې په ننګرهار ولایت کې د داعش جنګیالي په توګه خپلې ځانګړې هڅې تر سره کوي.  

دغه راز ویل شوي، چې د متوکل وراره اسدالله نومي د عبدلغفور پر مستعار نوم د ابو عبیدالله له زوی احمدالله سره یو ځای داعش ډلې ته کار کړی؛ خو د ابو عبیدالله متوکل د اعتراف له مخې اسدالله نومې وراره یې دوه میاشتې مخکې په کابل ښار کې ځانته چاودنه ورکړې ده.  

Trending

Exit mobile version