تازه خبرونه

په کابل کې د نامسووله وسلوالو لس کسیزه ډله ونیول شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې  د نامسوولې وسلوالې لس کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه لس کسیزه ډله د کابل ښار د دوه یمې ناحیې د ګلبهار سنتر له اړوند سیمې نیول شوې ده.

دغه راز څرګنده شوې؛ پولیسو یاده نامسووله وسلواله ډله هغه مهال نیولې، چې په اړوند سیمه کې یې د خلکو پر ځورولو او کړولو لاس پورې کړی دی.  

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پولیسو د زورواکانو له دغې ډلې سره لس میله بېلابېله وسله دوه (هایلکس او فورتینر) موتر هم نیولي او ضبط کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي پولیس د نامسووله وسلوالو، جنګسالارانو او یاغیانو په لټه کې دي او ورسره له قانوني چلنده کار اخلي. دغه راز له هېوادوالو هم غوښتل شوي، چې د دغه راز کسانو په نیولو کې ور سره همکاري وکړي.

Trending

Exit mobile version