بلخ @ps

په فاریاب ولایت کې ۲۶ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د یو طالب سرګروپ په ګډون ۱۸ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ طالب جنګیالیو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ د ارکلیک کلي په اړوند سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له څو ګړیو نښتو وروسته یې پر شاه وتمبول.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش وایي، چې په دې پېښه کې د یو طالب سرګروپ مولوي عصمت الله عصمت یار په ګډون ۱۸ طالب جنګیالي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو په دې برید کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

طالبانو د پېښې پخلی کړی؛ خو وایي، چې په دې نښته کې ۱۱ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

فاریاب د شمال ولایتونو یو له هغو ناامنه ولایتونو دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې طالب جنګیالي پراخې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version