تازه خبرونه

په چابهار بندر کې افغان سوداګر له دوه ګوني چلند اندېښمن شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې هندیانو او ایرانیانو له افغان سوداګرۍ سره دوه ګوني چلند روان ساتلی دی.په داسې حال کې، چې له اقتصادي پلوه په چابهار بندر کې  افغانستان ته سوداګریزې هڅې ډېر ارزښت لري. 

د سوداګرۍ خوني مسوولین وايي، د افغان ولسمشر لخوا د چابهار لار پرانستل شوه؛  خو اوس هم افغان سوداګر د ایرانیانو او هند یانو له خوا له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي؛ ترهغې، چې هندیان او ایرانیان د دې بهیر د فعالیت لپاره کړې ژمنې  پلې نکړي؛ سوداګر به لدې کریدوره ډېره ګټه وانخلي؛ خو که د دې سوداګریزې لارې ستونزې حل شي افغانستان به هر کال لدې کریدوره دوه میلیون ټنه سوداګریز توکي  د قیمتي ډبرو او تازه میوې په ګډون صادارت ولري.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي؛ هندیان او ایرانیان هغه څه، چې وايي او پر کاغذونو يې لیکي په عمل کې نلري. اوس هم له افغان سوداګرو سره دهندیانو او ایرانیانو له خوا دوه ګونی چلند کیږي.

د اقتصادي چارو کارو پوهان هم وايي؛ د چابهار بندر ارزښت له افغانستان، ایران او هند پرته د ټولې سیمې لپاره مهم دی او باید په دې برخه کې حکومتونه ګډه پانګونه وکړي، چې شته ستونزي حل شي.

اقتصادي کارپوه صیام پسرلی وایي؛ مونږ دا منو، چې په دې لار کې ستونزي شته درې واړه هېوادونه باید د دغه کریدور د فعالیت لپاره کار وکړي او خصوصي سکتور حاضر شي، چې لدې لارې کارواخلي.

د سوداګرۍ خونی مسوولین وايي، که دا مسیر لکه څنګه، چې په هوکړو کې ژمنه شوې هماغسې سوداګریزو هڅو ته چمتو شي؛ افغانستان به لدې لارې هم صادرات وکړي او هم به خپله سوداګري نوره هم پراخه کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version