تازه خبرونه

په قطر کې د سولې درې ورځنۍ خبرې دوه ورځې ودریدلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د خبرو پر څلورمه ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکایي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې، چې له طالبانو سره مو خبرې له دوه ورځني ځنډ سره مخ شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د شنبې پر ورځ( د کب ۱۱) به دغه خبرې بیا پیل شي او تر دې دمه د خبرو پر میز څلور غوره موضوعګانې د خبرو لپاره پاتې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل تویت کې لیکلي، چې په قطر کې مو له طالبانوسره د سولې درې ورځنۍ خبرې ګټورې وې.  

هغه لیکلي: د سولې په اړه خپل ورو، خو ټینګ ګامونه پورته کول؛ ځکه روان ساتو، چې دواړه لوري یو او بل ښه وپېژني او په پای کې سولې ته ورسیږو.

ښاغلي خلیلزاد دغه راز ویلي؛ د دوحې د روانو خبرو ترڅنګ په کابل کې هم له طالبانو سره د افغانانو تر منځ د خبرو لپاره د خبرو یو پلاوی د جوړیدو په حال کې دی.

ښاغلي خلیلزاد دا تویت هم کړی، چې: دواړه خواوې په راتلونکیو دوه ورځو کې خپلې مشورې کوي او د شنبې پر ورځ بیا راټولیږي؛ ځکه، چې پر څلور موضوعګانو خبرې پاتې دي.  

که څه هم نوموړی د څلور موضوعګانو په اړه څه نه وایي؛ خو ویل کیږي، چې د امریکایي ځواکونو وتل، دا، چې افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښوي، هر اړخیز اوربند او د افغانستان حکومت ته په دغو خبرو کې برخه ورکول به د دې ناستې غوره برخې وي.

په قطر کې له امریکایي پلاوي سره د طالب استازیو د خبرو غړی ملاخیرالله خیرخوا هم وایي، چې تر راتلونکیو دوه ورځو پورې به دواړه خواوې پر یو لړ خبرو مشوره وکړي.  

ښاغلی خیرخوا وایي، چې یادې خبرې دوه ورځې ځنډیدلي، چې دواړه اړخونه وکولی شي له خپلو مشرانو سره پر اړوند مسایلو مشوره وکړي.

دغه راز ویل کیږي، چې د دواړو خواوو کاري ډلې د سولې په اړه د هوکړې، د بهرنیو ځواکونو د وتو او دا، چې په راتلونکي کې به افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه وي مسوده چمتوکړې؛ خو د مسودې د وروستۍ کولو لپاره د دواړو خواوو د مشرانو مشورې ته اړتیا ده.  

ښاغلي خیرخوا زیاته کړې، چې خبرې ښې روانې دي؛ خو مسایل بېلابېل اړخونه لري او خبرې پرې روانې دي.

همدارنګه طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې په تېرو څو ورځو کې د دوی سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د قطر د لومړي وزیر له مرستیال، بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت مشاور، د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قومندان جنرال سکات میلر سره هم لیدلي دي.

د یادونې ده، چې د امریکایي او طالب پلاوي تر منځ د سولې خبرې د دوشنبې پر ورځ( د کب پر ۶)  د قطر په دوحه کې پیل شوې دي. سیاسي څارونکي دغه ناسته برخلیک ټاکونکې بولي. په داسې حال کې، چې طالب پلاوی تر دې دمه له افغان حکومت سره نیغو خبرو ته حاضر شوی ندي؛ خو هیله شته، چې د خبرو په بل پړاو کې د حکومت استازي هم په خبرو کې ګډون وکړي.   

Trending

Exit mobile version