تازه خبرونه

په قطر کې به ژر له طالبانو سره خپلمنځي خبرې پیل شي- د مزاري د تلینغونډې ګډونوال

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عبدالعلي مزاري د څلیریشتم تلین په مراسمو له برید مخکې د خبرو برخوالو وویل، چې په قطر کې به ژر له طالبانو سره خپلمنځي خبرې پیل شي.

د کابل ښار په برچي سیمه کې د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۱۶)د حزب وحدت د پخواني مشر عبدالعلی مزاري ۲۴ تلین ونمانځل شو، چې په کې د ګڼ شمېر د سیاسي بهیرونو استازیو، اوسنيو او پخوانیو حکومتي چارواکو او مامورینو په ګډون د سیمې زرګونه کسانو ګډون کړی و.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د سولې خوندي کولو لپاره هیلې را ټوکیدلي او باید دا شېبه له لاسه ونه وځي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د سولې په اړه باید یوه شېبه هم بې پروایي ونشي؛ د خبرو لپاره هیلې راټوکیدلي او ډېر ژر په قطر کې د سولې خبرې د خلکو د استازیو لخوا پیل او تلپاتې سوله به خوندي شي.

نوموړي زیاته کړې، چې مونږ د غونډې د دغو سیاسي مشرانو او برخوالو په ګډون هڅه کوو، چې ژر تر ژره د افغانانو تر منځ بشپړې خبرې پیل شي. داسې خبرې، چې د حکومت او سیاسیونو په ګډون ټول حکومتي مشران او طالبان په کې برخه ولري.

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار وایي، ارزښتونه او لاسته راوړنې باید د سولې له بهیره قرباني نشي.

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر وایي، چې له طالبانو سره د امریکا له خبرو ملاتړ کوو؛ خو سولې ته د رسیدو یوازنۍ لار خپلمنځي خبرې دي او دولت باید په دې خبرو کې ګډون وکړي.     

د حکومت اجرائیه رییس ویلي، خلک او حکومت عادلانه سوله غواړي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، چې د جګړې مسوولیت د هغو خلکو پر غاړه دی، چې ټینګار پرې کوي. د سولې لپاره زمینه رامنځته شوې؛ خو خبرو ته(…) چمتوالی نلري.

د یادونې ده، چې د ګډونوالو پر دغو مراسمو غرمه مهال هاوانونه او توغندي وتوغول شول او دغو بریدونو د خواخوږو مراسم ګډوډ او یاده ناسته پای ته ورسیده.

 

Trending

Exit mobile version