تازه خبرونه

په فراه ولایت کې ۱۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په فراه ولایت کې امنیتي چارواکو ویلي، چې افغان ملي او دفاعي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ۸  وسلوال طالبان وژلي او دری نور ټپیان دي.

د فراه د دوه یمي پلې لوا قومندان  حشمت الله احمدي وایي؛ افغان ملي او دفاعي ځواکونو د فراه په مرکز کې یو لړ چاڼیز عملیات تر سره  کړي، چې په کې ۱۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتي ده. نوموړي زیاته کړې، چې دوه نور وسلوال طالبان ژوندي نیول شوي او درې موتر یې له منځه وړل شوي دي.

د احمدي په خبره؛ یو لړ وسلي هم د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلې دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر غني دغه ولایت ته د سفر پر مهال په هوایي ډګر کې د وسلوالو طالبانو له توغندیزو بریدونو سره مخ شوی و.

Trending

Exit mobile version