تازه خبرونه
په قطر کې د امریکایانو او طالبانو پټو خبرو روسیه اندېښمنه کړې
په کابل کې د روسیې سفیر ویلي؛ د قطر د ناستو په خبرو کې، چې هره هوکړه کیږي باید د افغانستان ګاونډ هېوادونو ته د منلو وړ وي.
په قطر کې د طالب او امریکایي استازیو د سې شنبې د ورځې د پېنځم پړاو( ۱۶ ورځنۍ خبرې) هم پټې روانې شوې؛ خو دغو پټو او اوږدو خبرو د روسیې اندېښنه راپارولې ده.
په کابل کې د روسیې سفیر ویلي، چې مونږ د دغو خبرو پایلو ته اندېښمن یو.
په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي مسکو ته د زدکړو لپاره د شل افغان زدکوونکیو د اسولو په اړه جوړو شویو مراسمو ته د سولې په اړه څرګنده کړه؛ ښکاره ده، چې د خبرو له ناڅرګندې پایلې اندېښمن یو. که په دې خبرو کې کومه هوکړه کیږي؛ نو د افغانستان ګاونډ هېوادونو ته هم باید د منلو وړ وي.
دغه راز د روسیې سفیر د قطر خبرې پېچلې بولي؛ خو وایي، چې افغانان باید پخپله د خپلې جګړې او سولې په اړه پرېکړه وکړي. مونږ د قطر له خبرو هرکلی کوو او غواړو، چې دا خبرې رڼې او ټولو ګاونډ هېوادونو ته د منلو وړ پایله ولري.
همدارنګه په کابل کې د روسیې سفارت ۲۰ زدکوونکي د اوږدمهاله پوځي زدکړو لپاره مسکو ته واستول.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د تګلارې او پالیسۍ مرستیال گلاجان خاورې جوړوشویو مراسمو ته څرګنده کړه، چې روسیه د افغانستان د شمالي ګاونډ په توګه غواړي، چې د د دغه هېواد د سولې په بهیر کې ارزښتمنې هڅې ولري او مونږ له افغان ځواکونو څخه د روسیې له ملاتړه هرکلی کوو.
روسیې تر دې دمه د سولې په اړه دوه ناستو ته زمینه برابره کړې؛ لومړی یې د روسیې په کوبتوب د طالبانو او یو شمېر هېوادونو استازیو ته او بیا یې د طالبانو او افغان سیاسي څېرو تر منځ ناستې ته زمینه برابره کړه؛ خو دا ناستې د افغانستان د حکومت له لوري تحریم شوې دي.
خبریال: شاهپور فرهمند