تازه خبرونه
په کابل کې د نوروزي جام لس آوریزې سیالۍ تر سره شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
دغه سیالۍ آریانا نړیوالې شبکې په ژوندۍ بڼه خپرې کړې.
لوبه د حضرت الله ځاځي په مشرۍ پیل شوه او په لس آورونو کې یې ۱۲۴ منډې تر سره کړې.
د ګلبدین نائب په مشرۍ ډلې پخپل وار لوبه پیل کړه؛ په وروستي آور کې یې ټاکلې موخه تر لاسه او د دې لوبې ګټونکي شول.
د دغې لوبې په پای کې نجیب تره کی ښه وځلیده او په توپ اچونه کې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د کرکت بورد چارواکو ویلي، چې د نوي کال د جشن د نمانځلو په ویاړ به په مزارشریف ښار کې هم د ملي لوبډلو تر منځ دوه نورې لس آوره لوبې تر سره شي.