تازه خبرونه
په واشنګتن کې د افغانستان د سولې په اړه مشورې کیږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې لپاره د دوی ځانګړي استازي د افغانستان د سولې مذاکراتو په تړاو د روسیې، چین او اروپایي ټولنې چارواکو ته معالومات ورکوي.
زلمی خلیلزاد د امریکا، ضمیر کابلوف د روسیې، دینګ شیجونګ د چین او رولاند د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي دي، چې د افغانستان لپاره ټاکل شوي او د یوه میز تر شا د دغه هېواد د سولې بهیر په تړاو سلا مشورې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ موخه دا ده، چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره سلا مشورې وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي: د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختګونو په اړه د څرګندونو تر څنګ دغه راز په دې ناسته کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا جوړه شوې وه؛ پدې موضوع هم خبرې کیږي، چې نړیواله ټولنه څرنګه کولی شي د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ وکړي او د جګړې په پای ته رسولو کې رول ولوبوي.
د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا بیړه ښیي، چې دا هېواد غواړي خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي.
سیاسي بهیرونه هم پدې باور دي، چې سیمه ییزه اجماع کولی شي د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ ته لار اواره کړي.
د متحد افغانستان حزب اسلامي مشر وحید الله سباوون پدې باوردی، چې د افغانستان د سولې بهیر ته باید د ګاونډ هېوادونو تر څنګ باید ترکیه، امارات، سعودي امریکا، چین او روس هم داودانګي او دا ډاډ ترلاسه کړي، چې افغانستان به نور مونږ ته ګواښ نه وي.
د امریکایانو او طالب استازیو پېنځم پړاو خبرې تر ۱۶ ورځو سلا مشورو وروسته د مارچ پر ۱۲ پای ته ورسیدې او دواړو لوریو وویل، چې په خبرو کې پرمختګ شوی.
جمعیت اسلامي افغانستان ګوند د مشرتابه غړی محمد اسماعیل خان وایي، چې موقت حکومت د اوسني حکومت ځایناستی کیږي؛ ځکه اوسنی حکومت د روانې څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د طرحې وړاندې کولو ته چمتوالی نلري.
که څه هم تمه ده، چې طالبان او افغان حکومت د سولې مخامخ خبرې پیل کړي؛ خو طالبان تر اوسه ندي حاضر شوي، چې له حکومت سره د سولې خبرې وکړي.
خبریال: علی اصغري