تازه خبرونه
په کابل کې غمجنو کسانو د پولیسو دوه رنجر موتر وسوځول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
نن سهار یوشمېر غمجنو کسانو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې د کابل پوهنتون په اړوند سیمه کې د پولیسو دوه رنجر موتر سوځولي دي.
پولیسو دغه پېښه منلې او وایي؛ دغو کسانو، چې وسلوال هم ول غوښتل د علی آباد روغتون ته ننوځي، خو مخه یې ونیول شوه.
غمجنو کسانو، چې د پولیسو رنجر موتر یې سوځولي په ډاګه کړې؛ دا کار یې، ځکه تر سره کړی، چې د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو د دوی یو ټپي خپلوان، چې روغتون ته په لاره وو، پر ډزو وواژه.
د دوی په وینا؛ کله، چې له امنیتي پوستې څخه په بیړه تېریدو، نو د پولیسو د دریدو غږ مو وانه وریده او پولیسو پرې ډزې وکړې.
د دوی د وینا له مخې؛ د پولیسو پر ډزو د دوی له خوا روغتون ته لیږدونکی ټپي مړشوی دی.
پولیسو ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.