تازه خبرونه
په کابل او ننګرهار کې د ۱۷۶ رغنیزو پروژو تړونونه لاسلیک شول
د کلیو پراختیا وزارت وزیرمجیب الرحمان کریمي وايي، چې خلک باید د پروژو د پلي کیدو کیفیت ته پاملرنه پوره وکړي.
ښاغلي کریمي زیاتوي، چې د کابل او ننګرهار ولایتونو په دولس ولسوالیو کې به د ۶۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د اوبو رسوني، استنادي د یوالونو، کلیوالي سړکونواو ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شي.
د دغو پروژو مالي لګښت نړیوال بانک لخوا ورکول کیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار ولایت د شینوراو په شپږ ولسوالیو کې مو، ځکه دغه پروژې ونیولې، چي دغو خلکو له د داعش سره په جګړه کې خپل شته له لاسه ورکړي او حکومت ژمن دی، چې د دوی د ژوند ښه کولو لپاره رغنیزې پروژې پلي کړي.
د شینوارو شپږ ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې په تېرو درې کلونو کې د جګړو له کبله مو خپل هرڅه له لاسه ورکړي او حکومت باید ورته زیاته پاملرنه وکړي. د سیمه ییزې شورا مشر دور محمد خان وایي، چې زمونږ کورونه، باغونه ،مالداري، سربندونه، سړکونه او د ژوندانه ټول اړین اقتصادي بنسټونه يي زیانمن کړي دي.
هغه له حکومته د ورته نورو همکاريو غوښتنه هم کوي.
د سیمه ییزې شورا بل مشر طلا جان وایي، چې په تېرو دیارلس کلونو کي زمونږ په سیمه کې د انکشافي پروګرامونو لپاره هیڅ کار ندی شوی. مونږه له حکومته هیله لرو، چې زمونږ اړوند سیمو ته ورته انکشافي پروژې ورکړي.
د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، چې د دغو پروژو لهه پلي کیدو سره به نږدې څلوېښت زره جریبه ځمکه خړوبه شي او ور سره به د سیمي خلکو ته ۳۱ زره کاري زمینې هم رامنځته شي.
خبریال: اسلم حجاب