تازه خبرونه
په قطر کې د یوناما مشر له ملا برادر اخند سره ولیدل
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې، چې د طالبانو د مذاکراتي ډلې او سیاسي دفتر یو شمېر غړي هم حاضر ول؛ د مذاکراتو پر روان بهیر، ملکي تلفاتو او د طالبانو تر څارنې لاندې سیمو کې پر بشري مرستو تفصیلي خبرې وشوې.
هغه زیاته کړې؛ د ښاغلي ملابرادر اخند لخوا د یوناما مشر او ملګری پلاوي يې وهڅول شول، چې د یادو موضوعاتو په اړه بیطرفي مراعت کړي او په نوموړیو برخو کې په ښه ډول خپل مسوولیت ترسره کړي.
دغه راز ویل کیږي، چې د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو مننه وکړه، چې د طالبانو له لوري د ملکي تلفاتو په برخه کې د پام وړ کمی راغلی او ژمنه یی وکړه، چې په اړوند چارو کې به د پرمختګ هڅه کوي او له سیاسي دفتر سره به دوامداره اړیکي ساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په مسکو کې د افغانستان د سولې او له امریکایانو سره د طالبانو د خبرو په اړه د چین ، روسیې او امریکا درې اړخیزې خبرې د بندو دروازو تر شا ترسره شوې.