تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې ۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
برید پر داسې مهال شوی، چې ځینې محصلان له پوهنتون څخه د وتلو په حال کې ول او د رخصتیو لپاره کور ته تلل.
کورنیو چارو وزارت هم ویلي په دې چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز څرګنده کړې؛ یو ځانمرګي بریدګر غوښتل غرمه مهال د مارشال فهیم پوهنتون ته وردننه شي، چې له پېژندنې سره سم یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د پېښې عینې شاهدانو ویلي، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دغه پوهنتون زدکوونکي د راوتلو په حال کې ول.
داعش د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون پر محصلانو د ننني برید مسوولیت پر غاړه واخیست.
دا لومړی ځل نه دی، چې د مارشال فهیم پوهنتون په نښه کیږي؛ په تېرو څو میاشتو او کلونو کې پر دغه مرکز ځانمرګي بریدونه او چاودنې شوې دي. د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون په ۲۰۰۵ کال کې جوړ شو او یو مهم پوځي پوهنتون دی.