تازه خبرونه

په ګردیز ښار کې وسلوال برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شنبې په ورځ(د غویی ۳۰) له غرمې وروسته ۲:۳۰ دقیقې د پکتیا  ولایت په ګردیز ښار کې پر  کابل بانک ډله ییز برید رامنځته شو .

د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت پېښه تائید کړې او وايي، چې لومړی یو برید ګر د بانک مخې ته ځانمرګی برید وکړ او نور بریدګر بانک ته وردننه شول. 

د نوموړي د څرګندونو له مخې برید د ۵ بریدګرو په وژل کیدو د مازیګر پر څلورنیمې بجو پای ته رسیدلی دی.

د هغه په وینا؛  په دې برید کې د عامه محافظت دوه سرتېري وژل شوي، درې سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپیان دي.

د پکتیا عامې روغتیا سرپرست داکتر شیر محمد وایي، له دغه برید څخه د ګردېز ولایتي روغتون ته درې جسدونه او ۳۱ ټپیان وروړل شوې، چې په وینا یې ډېري قربانیان ملکي وګړي دي.

د برید پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

Trending

Exit mobile version