بلخ @ps

په فاریاب کې ۲۸ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونو د طالب جنګیالیو یو کمین مات کړی او په نښته کې ۲۸ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ویلي، چې تېره ورځ( د غویی ۱۵) د امنیتي ځواکونو یو اکمالاتي کاروان، چې د میمنې له ښاره د خواجه سبزپوش او شیرین تګاب ولسوالیو ته پر لاره و؛ د وسلوالو طالبانو له کمین سره مخ شو.  

ښاغلی یورش زیاته کړې، چې امنیني او دفاعي ځواکونو د طالب جنګیالیو دغه کمین مات کړ او خپلې موخې ته بریالي رسیدلي دي.  

د نوموړي په وینا په دې نښته کې ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي، ۱۰ ټبیان دي او دوه نور نیول شوي دي.

ویل کیږي، چې په دې نښته کې څلور امنیتي او دفاعي سرتېري، دوه نرینه او یوه ښځه هم ټپیان شوي دي.

طالب جنګیالیو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version