تازه خبرونه

په قطر کې د طالب استازیو او امریکایانو شپږم پړاو خبرې پای ته ورسیدې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

زلمي خلیلزاد په دې پړاو کې شوی پرمختګ پڅ ګڼلی؛ خو طالبانو په ټوله کې دا خبرې مثبتې ارزولي دي.

له نهه ورځو خبرو اترو وروسته له طالب استازیو سره د زلمي خلیلزاد خبرې پای ته ورسیدې. په دې خبرو کې له څلورو مسایلو څخه دوه مسایل په ژور ډول تربحث لاندې راغلل.

خبرې اترې د زیاترو د تمې خلاف پای ته رسیدلي دي.

سیاسي هڅاند نظر محمد مطمئن ویلي؛ دواړو خواوو له څلورو مسایلو څخه پر دوه مسایلو هوکړې ته رسیدلي، چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو څرنګوالی او په ترهګرۍ ضد هڅو کې د ښکېلتیا تضمین دی.

نوموړی زیاتوي، ځینو هېوادونو په قطر کې له امریکایانو سره د هوکړه لیک د وروستي کیدو مخه نیولې؛ ځکه هغو غواړي، چې لومړی دې اوربند وشي او له حکومت سره دې خبرې تر سره شي.

دغه راز طالبانو او امریکایانو هم د دې خبرو په تړاو متفاوت غبرګونونه ښکاره کړي دي.

زلمي خلیلزاد د دوحې ناستې ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې په دې پړاو خبرو کې د جګړې د پای لپاره دوامداره؛ خو ورو پرمختګونه حاصل شول.

نوموړي په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې مونږ په قطر کې خبرې اترې سر ته ورسولې؛ مونږ په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د چوکات په ټاکلو کې پرمختګ کړی دی. اوس مونږ د دې چوکات د پلي کولو لپاره پر مهمو ټکو کار کوو. د خبرو اترو اوسنی بهیر بشپړ نه دی، مونږ چټک پرمختګ ته اړتیا لرو؛ مونږ اوس په وړاندیزونو کې یو، چې ټول لوري دې خپل  کلک دریځونه نرم کړي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې پرته لدې، چې جزئیات ورکړي، په ټولو کې ددې پړاو خبرې ښې بللي دي.

د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ په دې پړاو خبرو کې پر هغې مسودې بحث وشو، چې په تېرو پړاوونو کې ترتیب شوی و او په ځينو مواردو کې پرمختګونه هم وشول او ځینې برخې اوس هم پاتې دي او په ټولو کې دا خبرې مثبتې وې او دواړو لوریو د یو او بل نظریات په زغم واوریدل.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د سیمې یو شمېر هېوادونه د پاکستان په ګډون د امریکایانو او طالبانو د وروستۍ هومکړې غوښتونکي ندي.  

د سولې عالي شورا مرستیال دین محمد وایي، چې اوربند او له حکومت سره خبرې باید لومړی ترسره شي.          

دا خبرې په داسې حال کې پای ته رسیږي، چې طالبانو خپل بریدونه پراخ کړي دي. د جګړو د شدت له  کبله ملکیان هم خوندي ندي. اوس دواړه لوري اووم پړاو خبرو ته چمتووالی نیسي؛ خو څرګنده نده، چې دا بهیر به کله پیل شي.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version