تازه خبرونه
په کابل کې د سوځیدنې پلاستیکي جراحۍ مرکز پرانستل شو
په دې مرکز کې پنځوس بستره شتنه، چې پرې ۶۳ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي، دا مرکز پنځوس بستره لري، چې په کې د سوځېدنې ټول ډولونه تداوي کیږي.
د روغتیایي چارواکو په وینا، د سوځېدو له اړخه د مړینې موارد له څلور دېرش سلنې څخه ۱۵ سلنې ته را ټیټ شوي دي.
د استقلال روغتون د سوځېدو د درملنې د مرکز مسوول احمدشاه وزیر وایي، د پوستکي سرطان موارد په افغانستان کې زیات شوي، چې دا یو جدي خطر دی.
د استقلال روغتون رییس ودود نوري وایي، د دې مرکز له جوړیدو سره به د سوځېدو له اړخه اختلالات تداوي شي.
د عامې روغتیا وزیر وایي، هڅه کوو، چې په نږدې راتلوونکې کې د سوځېدو د درملنې او پلاسیتکي جراحي په برخه کې یو انسیتوت هم جوړ او پرانستل شي.
خبریال: سمیع جهش