تازه خبرونه
په هرات کې یوې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا منلې، چې د شنبې پر سهار( د غویی ۲۸) اته نیمې بجې د اوبه ولسوالۍ په بازار کې ځواکمنه چاودنه رامنځته شوه.
نوموړی زیاتوي؛ تر دې دمه دغې چاودنې ۵ ماشومان وژلي او د اوبه ولسوالۍ روغتون ته ۲۰ ټپیان رالیږدول شوي دي.
هغه ټینګار کړی، چې کیدی شي د پېښې ځاني زیان لدې نور هم ډېر شي.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد څرګنده کړې، چې دغه چاودنه په موترسایکل کې له ځای پرځای شویو چاودیدونکیو توکو رامنځته شوې ده.
تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه ندی اخیستی.