تازه خبرونه
په کابل کې د مخدره توکو د قاچاق پر تور ۳ کسان نیول شوي
کورنیو چارو وزارت د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د مخدره توکو د قاچاق پر تور د ۳ کسانو له نیولو خبر ورکوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ سرحدي پولیسو دغه درې کسان د چارشنبې پر ورځ د غبرګولي پر لوړۍ په داسې حال کې له هوایي ډګره نیولي، چې ۳۳۸ کپسول یې له هیروینو ډک په ګېډه کې ځای پر ځای کړي وه.
دغه راز د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لاسته راغليو مخدره توکو ټول وزن ۳ کیلو ګرامه دی.
تازه خبرونه
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بغلان ولایت کې د سیلابونو له امله ۳۱۵ کسان مړه شوي او ۱۶۳۰ نور ټپیان دي.
دغه وزارت نن (یکشنبه د غویی رویشتمه ) څرګنده کړې، چې ۶۶۵ کورونه بشپړ او یه لږ څه ویجاړ شوي او ۱۰۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالي او ځاني زیانونو د زیاتوالي شونتیا هم شته.
دغه راز د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال بغلان ته په خپل سفر کې ویلي، چې اسلامي امارت به له سیلاب ځپلیو سره له هرې ممکنې لارې مرسته وکړي.
ملا عبدالغني برادر په دې ولايت کې د يوې غونډې پر مهال زياته کړې، چې د وژل شويو، ټپيانو او اړمنو کسانو کورنيو ته به پاملرنه کېږي.
ویل کیږي، چې د کډوالو چارو وزارت د بغلان له سېلاب ځپلیو سره د مرستو د لېږلو اعلان کړی، چې په کې جامې، خېمې او ترپالونه شامل دي.
تازه خبرونه
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال ویلي، چې د دغه هېواد څو سترو شرکتونو د افغانستان کانونو ته د ننوتلو یوه کاري ډله جوړه کړې او د فولادو تولید یوه شرکت هم د افغانستان د کانونو بازار ته د ننوتلو پرېکړه کړې ده.
د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه له ایلنا خبری اژانس سره په خبرو کې ویلي، په تېرو څو کلونو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د کانونو پر موضوع خبرې اترې ترسره شوې دي؛ خو د دغه کار د پرمختګ په لاره کې دوه ستر خنډونه شته دي.
هغه څرګنده کړې، د ایران او افغانستان همکاري شته بندیزونه اغېزمنوي او د ایران لپاره په نړیوالو ډګرونو کې د منلو وړ تضمین چمتو کول ستونزمنوي.
هغه زیاته کړې؛ د پانګونې دوهیم شرط مالي ملاتړ دی. لکه څنګه، چې په ټوله نړۍ کې دا بانکونه د پانګې بازارونه دي، چې له لویو پروژو ملاتړ کوي او د پروژې مدیر له ۱۵ سلنې څخه د ډېر تمویل مسوولیت پر غاړه لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ايران کې هیڅ داسې بانک نشته، چې له ايران سره د پولې په اوږدو کې د پروژو او د کانونو په برخه کې د سوداګرو د ملاتړ لپاره له ٤٠٠ څخه تر ٥٠٠ ميليونو ډالرو پورې مالي مرسته وکړي.
قيافه زیاته کړې: يو صنعتي او د کانونو شرکت يو له هغو ايراني شرکتونو څخه و چې په تېرو کلونو کې يې د افغانستان په کانونو کې پانګونه کړې وه؛ خو د امريکا تر فشار لاندې د افغانستان د وخت حکومت دغه پروژه ايراني شرکت ته ونهسپارله. دغه راز په تېر حکومت کې هم د کانونو د فعالیتونو د پراختیا لپاره د ایران یوه پیاوړې ډلې افغانستان ته سفر وکړ او یاد هوکړه لیکونه لاسلیک شول؛ خو د حکومت له بدلون سره دغه تړونونه له پامه وغورځېدل.
هغه ویلي: كه بېلابېل هېوادونه لكه چين، پاكستان او اوزبكستان په افغانستان كې د كان استخراج پيل كړي، د دولتونو او مالي بنسټونو څخه به د پام وړ مالي مرستې ترلاسه كړي. په داسې حال كې، چې د ايران د كان استخراج كمپنۍ دا ډول ملاتړ نلري.
قیافه په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د سترو زیرمو شتون ته په نغوته کې ویلي: اوسمهال له افغانستان څخه د قیمتي ډبرو استخراج له غیر رسمي لارو ایران ته واردیږي او د ایران په بازارونو کې پلورل کیږي؛ خو د دغو ډبرو استخراج د ایران او افغانستان ترمنځ همکاري رامنځته کولی شي. البته د پورتنیو شرایطو د رامنځته کولو شرطونه باید په پام کې ونیول شي.
هغه په ډاګه کړې، چې د کانونو له سکټور څخه تمه دا ده، چې مالي او اعتباري بنسټونه، بانکونه او د پانګونې بازار به په دې مارکیټ کې د کانونو له شتون څخه باید ملاتړ وکړي؛ ځکه، چې افغانستان لوړ خطر لرونکی هېواد ګڼل کېږي او له څلور لسیزو څخه ډېر په جګړه کې ښکېل پاتې دی؛ د افغانستان چارسمبالی حکومت باید د پانګې امنیت تضمین کړي.
قیافه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې پانګونه د ایراني پانګوالو لپاره ګټوره تمامېدای شي؛ ځکه د دواړو هېوادونو اړیکې ژورولی او د اوږدمهاله همکاریو سبب کېدی شي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د افغانستان سیلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو راټولولو غوښتنه وکړه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې نن د غوایي پر درویشتمه ملا عبدالغني برادر د بغلان ولایت په مقام کې له ولایتي مسوولینو، د ژغورنې ډلو او مرستندویه ادارو له استازو سره د وروستیو سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو بېړنۍ درملنې، د خوراکي توکو او لنډمهاله سرپناه برابرولو په اړه وکتل او لازمې سپارښتنې یې وکړې.
ملا برادر تېره شپه بغلان ولایت ته له رسېدو سره سم له سیمهییزو مسوولینو سره د لیدنې پر مهال ویلي، پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمیسیون له لوري د ژغورنې، روغتیا او ټپیانو د درملنې، د بېړنیو خوراکي توکو رسولو، سرپناه برابرولو د مرستو جلب او جذب او همدارنګه د تکفین او تدفین لپاره جوړو شویو کمیټو پر فعالیت پیل کړی دی.
وروستیو سیلابونو په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې زیانونه اړولي، چې پېښو ته د رسېدنې عالی امارتي کمیسیون د پرېکړې له مخې اقتصاد وزارت زیانمنو سیمو ته د مرستو رسولو او راټولولو لپاره ناسته تر سره کړې او له اړوند ادارو، بنسټونو او خلکو یې د مرستو چمتوکولو غوښتنه کړې ده.
په دې ناسته کې د اقتصاد وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې ويلي؛ د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه د استوګنې زرګونه کورونه ويجاړ، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه اوبو وړې، زرګونه څاروي له منځه تللي او يو شمېر دولتي ودانۍ بشپړې یا لږ څه ړنګې شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت اړوند ادارې زیانمنو شویو سیمو ته رسیدلي او د ټولو امکاناتو پر کارولو یې اړوند ډلې کار کوي، چې اړمن کسان وژغوري، ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې او د مرستو رسونې چارې تر سره کړي.
ویل کیږي، چې اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو له ټولو دفترونو، مرستندویه ادارو، کورنیو او بهرنیو موسسو او بنسټونو، صنعتي او سوداګریزو اتحادیو، صرافانو او سوداګرو، خیریه بنسټونو او خپلو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې بېړنۍ او درملیزې مرستې، خیمې، کمبلې، خوراکي توکي، مالي مرستې، د سرپناه جوړول او نور لومړني خدمات له خپلو ځورېدلو وروڼو سره د همکارۍ لپاره چمتو کړي.
-
تازه خبرونه5 days ago
د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله
-
سوداگري4 days ago
ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې پر پیلېدا ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه21 hours ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم او عدالت فراه مساوي شول او میوند لوبډلې جوانان واحدي ته ۲ ګولونه ورکړل
-
تازه خبرونه5 days ago
په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه4 days ago
تېر کال پر زړه د سوريو ۷۰۰ ماشومانو درملنه وشو – سره میاشت
-
نړۍ4 days ago
پر رفح د برید په صورت کې به پر اسرائیلو وسلوال ملاتړ ودرول شي – جو بایډن
-
تازه خبرونه4 days ago
سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو