تازه خبرونه

په کابل کې د مشرانو جرګې سلاکار له ترهګرو سره د ملګرتیا پر تور نیول شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت د مشرانو جرګې سلاکار، ترهګرو ته په بریدونو کې د آسانتیاوو د برابرولو پر تور نیولی دی.

د دغه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي؛ حاجي دلاور، چې ځان یې د مشرانو جرګې سلاکار معرفي کړی؛ تېره ورځ په کابل ښار کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ حاجي دلاور له یو شمېر جعلي اسنادو، پاکستانۍ تذکرې، جعلي نمبر پلیتونو، نا قانونه وسلو، یو ذرې او یو هایلکس موترونو سره نیول شوی دی.  

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې تېر کال امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د حاجي دلاور لند کروزر موتر د پلټنې لپاره درولی و او تورې ښېښې یې ترې پاکې کړې وې؛ خو د همدې ورځې پر سبا همدا سرتېری له څو نورو سرتېرو سره، چې د حاجي دلاور د موتر تورې ښېښې یې پاکې کړې وې؛ په یوه چاودنه کې وژل کیږي.    

ښاغلی رحیمي زیاتوي؛ د کورنیو چارو وزارت د پوره معلوماتو له مخې د دغې چاودنې مشري پخپله حاجي دلاور تر سره کړې وه.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو حکومتي چارواکو مخکې ویلي وه؛ ځینې ځانمرګي برید ګر په ذرې او د تورو ښیښو په موترو کې لیږدول کیږي.

Trending

Exit mobile version