تازه خبرونه
په کابل کې موتر بم چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې- رحیمي
په پلازمینه کې کابل کې د وروستیو خونړیو بریدونو په لړ کې دا ځل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه وزیر په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د موترونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی.
د یاد وزارت ویاند د دغې چاودنې د منلو تر څنګ ویلي، چې له چاودیدونکیو توکو ډک موتر د ۹ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له کاروان سره جنګول شوي دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي آریانا نیوز ته ویلي، چې په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
امریکايي ځواکونو هم د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه برید کې د دوی څلور سرتېري ټپیان شوي دي.
وسلوالو طالبانو په یوه اعلامیه کې د دغه برید پړه منلې او څرګندوي، چې په دې برید کې لس بهرني سرتېري وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پېنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې داعش جنګیالیو د مارشال قسیم فهیم پوهنتون پر یو شمېر محصلانو ځانمرګی برید ترسره کړ، چې په کې ۶ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او د څلور عامو وګړیو په ګډون ۱۶ نور ټپیان شول.